د جوزجان او بلخ ولایتونو پر لویه لار په دوو جلا جلا ترافیکي پېښو کي ۱۵ تنه ټپیان سوي دي

د جوزجان او بلخ ولایتونو پر لویه لار په دوو جلا جلا ترافیکي پېښو کي ۱۵ تنه ټپیان سوي دي.
د جوزجان امنیتي مسئولین وايي، دغه پېښي په دې لویه لار کي رامنځته سوي دي، خو د پېښو د لاملونو په اړه ئې څه نه دي ویلي.
په افغانستان کي د ترافیکي قوانینو نه مراعتول او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي د ترافیکي پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.