د جوزجان د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د سې شنبې په ورځ د جوزجان – بلخ پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کي پنځه کسان ټپيان سوي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي درې کوچني موټران سره ټکر سوي او ياده مرګ ژوبله ئې رامنځته کړې.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته سوې.