د جوزجان ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ مسؤلينو ويلي، چي د چهارشنبې په ورځ د دغه ولايت په مرکز شبرغان ښار کي نامعلومو وسله والو يو کس ويشتلی او وژلی دئ.
د هغوی په خبره چي وژل سوی کس غیب الله نومېږي او ۵۲ کاله عمر لري. د ط..البانو په خبره چي قاتل تر بريد وروسته د سيمي څخه تښتېدلی دئ.
د هغوی په وينا چي د دغي پېښي اصلي انګېزه تراوسه پوري معلومه نه ده.