د جوزجان ولایت د برېښنا ریاست په یوه اعلامیه کي ویلي، چي د تیري شپې د سختو واورو او توپان له امله د ترکمنستان له لوري وارداتي ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا مزي او همداراز د شبرغان-مزارشریف د ۱۱۰ او ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا انتقالي مزي زیانمن سوي دي.
په اعلامیه کي ویل سوي چي دا مهال د فاریاب، جوزجان، سرپل او اندخوی ولایتونو برېښنا قطع سوې ده.
د ياد رياست مسئولين وايي، چي د ستونزو د حل له پاره تخنیکي ټیمونه هڅه کوي، څو برېښنا ژر تر ژره بېرته فعاله سي.