د جوزجان څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په مرکز شبرغان ښار کي د اصف په نوم يو ځوان ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان د غريبۍ، اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله ځان وژنه کړې ده.
د دغه پېښي په اړه تراوسه پوري ط..البانو څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بياواکمنۍ سره سم د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله په ځوانانو کي د ځان وژني پېښي زياتي سوي دي.