د جون ۲۶مه، د نشهيي توکو پر وړاندي د مبارزې نړۍواله ورځ ده.
د همدې ورځي په مناسبت، د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چي افغانستان لا هم د روږدو کسانو د درملني او مخنیوي په برخه کي د ستونزو سره مخ دئ.
د ياد سازمان په وینا، نشهيي توکو د زرګونو افغانانو روغتیا اغېزمنه کړې او د کورنیو او ټولنو پر روغتيايي حالت ئې ناوړه اغېز کړی دئ.
دغه سازمان دغه راز زياتوي چي دا مهال په بېلابېلو ولایتونو کي د روږدو کسانو د درملني مرکزونه او د ګرځنده روغتیايي ټیمونه ملاتړ کوي، څو هغو کسانو ته هم خدمات ورسوي، چي روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري.
د ياد سازمان په وينا د ښځو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو له پاره ځانګړي درملنیز پروګرامونه هم روان دي او له افغان روغتیايي ادارو سره د کارکوونکو د روزني او د درملني د کیفیت د ښه کولو په برخه کي هم همکاري کوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چي د روږدتیا مخنیوی او درملنه ممکنه ده، خو د دې له پاره دوامداره ملاتړ، عامه پوهاوی او پراخ روغتیايي خدمات اړین دي.