د جيفري اپسټين قضيه؛ زړور، فساد او پټ قدرت
د جيفري اپسټين قضيه د ننني نړۍ له تر ټولو خطرناکو او شرموونکو قضيو څخه ده. دا يوازي د يو شتمن انسان د جنايتونو کيسه نه ده، بلکي د هغه نړيوال نظام څرګندونه ده چي پکښي پيسې، سياست او زور يو ځای سي، او قانون بېوسه پاته سي.
جيفري اپسټين څوک و؟
جيفري اډوارډ اپسټين يو امريکايي ميليونر، پانګهاچوونکی او د لوړو سياسي او اقتصادي کړيو نږدې کس و. دی په ۱۹۵۳م کال زېږېدلی و او په ۲۰۱۹م کال کي مړ سو.
اپسټين رسمي سياسي مقام نه درلود، خو د نړۍ له پخوانيو ولسمشرانو، شتمنو سوداګرو، مشهورو پوهانو او د ځينو شاهي کورنيو له نږدې کسانو سره يې ژوري اړيکي لرلې. همدغو اړيکو هغه ته دومره زور ورکړی و چي د کلونو لپاره د قانون له منګولو ځان خلاص وساتي.
وروستيو افشاګريو وښودله چي د اپسټين فعاليتونه يوازي په امريکا محدود نه وو. د جګړهځپلو سيمو، د کډوالو کمپونو او بېوسه ټولنو ماشومان د ده د بانډ لپاره اسانه ښکار وو. د ځينو راپورونو له مخي، دا ماشومان به د مشهورو او زورورو شخصيتونو د جنسي استثمار لپاره برابرېدل.
اپسټين په ۲۰۰۸م کال کي ونيول سو، خو يوازي ۱۳ مياشتې بند پرې ولګېد، هغه هم د ډېري نرمي سره؛ ورځ به بهر ووت او شپه به بندي و. دا معامله دومره مشکوکه وه چي عامو خلکو به ويل:
«که دا جرم يو عادي انسان کړی وای، لسګونه کاله بند به پرې لګېدلی وای.»
په ۲۰۱۹م کال کي د نويو شهادتونو تر راڅرګندېدو وروسته، اپسټين بيا ونيول سو او پر فدرالي جرمونو هم تورن سو. خو تر محاکمې مخکي د نيويارک په زندان کي مړ وموندل سو.
د هغه مرګ تر ننه لانجمن دی؛ ځيني وايي وژل سوی، ځيني وايي زهر ورکړل سوي، او ځيني بيا وايي ځانوژنه يې کړې ده. تر اوسه دا موضوع په بشپړ ډول روښانه سوې نه ده.
د اپسټين له شبکې سره تړلي فايلونه ښيي چي دا دوسيه يوازي جنايي اړخ نه لري، بلکي سياسي بلیکميل هم پکښي شامل و. دا فايلونه د لوېديځو زورورو مشرانو د کنټرول او پرېکړو د تحميل لپاره ساتل کېدل.
هغه چارواکي چي تر اوسه د امریکا د عدلیې وزارت د اپسټین له اسنادو څخه موندلي او د ماشومانو په جنایاتو کي شریک پېژندل سوي او افشا کړي ځینې یې په لاندې ډول دي:
🇺🇸 دونالد ترامپ
🇺🇸 ایلان ماسک
🇺🇸 مایکل جکسن
🇺🇸 بیل گیتس
🇺🇸 لئوناردو دیکاپریو
🇺🇸 جورج دبلیو بوش
🇺🇸 بیل کلینتون
🇺🇸 هیلاری کلینتون
🇬🇧 شاهزاده اندرو
🇺🇸 کامرون دیاز
🇺🇸 بروس ویلیس
🇺🇸 کوین اسپیسی
🇺🇸 هاروی واینستین
🇺🇸 جفری اپستین
🇬🇧 میک جَگِر
🇺🇸 جورج لوکاس
🇬🇧 تونی بلر
🇸🇦 محمد بن سلمان
🇺🇸 جان کیری
🇺🇸 تد کِندی
🇺🇸 رابرت اف. کِندی جونیور
🇺🇸 مایکل بلومبرگ
🇺🇸 وودی آلن
🇺🇸 آلن درشویتز
🇬🇧 گیسلین مکسول
🇺🇸 اندرو کومو
🇬🇧 فیل کالینز
🇺🇸 لَری سامرز
🇮🇱 ایهود باراک
🇺🇸 کریس تاکر
🇺🇸 لِس وِکسنر
🇺🇸 لئون بلَک
🇺🇸 گلن دوبین
🇫🇷 ژان-لوک برونل
🇬🇧 پیتر مندلسون
🇬🇧 لین روتشیلد
🇶🇦 حمد بن جاسم
🇦🇪 عبدالله بن زاید
🇱🇧 سعد حریری
🇪🇬 احمد ابوالغیط
🇪🇸 میگل آنخل موراتینوس
🇬🇧 مینی درایور
🇨🇦 پیتر دالگلیش
🇲🇦 طیب فاسی-فِهری
🇧🇭 خالد بن احمد آل خلیفه
🇵🇰 مخدوم شاه محمود
🇳🇬 هنری اودین اجوموگوبیا
د جيفري اپسټين قضيه موږ ته دا درس راکوي چي کله پيسې او قدرت يو ځای سي، عدالت ړوند سي. دا دوسيه لا هم خلاصه ده، او تر هغو چي ټول حقيقتونه نه وي را برسېره سوي، دا پوښتنه به ژوندۍ وي:
اوس پوښتنه داده چي ايا قانون رښتيا هم د ټولو لپاره يو شان دی؟