د حوثیانو ویاند یحیی سریع ادعا کړې چي سعودي عربستان په تېرو پنځو ورځو کي د یمن پر بېلابېلو سیمو شاوخوا ۳۰۰ هوايي بریدونه کړي دي.
سریع ویلي، یوازي د دوشنبې په ورځ د سعودي اېف ۱۵ او تایفون جنګي الوتکو ۵۴ بریدونه ترسره کړي، چي د تعز، لحج، الجوف، مأرب او حجه ولایتونو ځیني سیمي ئې په نښه کړي دي.
د نوموړي په وینا، دغه بریدونه د سعودي عربستان له خمیس مشیط او طائف پوځي اډو څخه ترسره سوي دي.
حوثیانو هم د دغو بریدونو په غبرګون کي د سعودي پر پوځي تاسیساتو د لسګونو بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د توغولو ادعا کړې ده.
حوثیان ادعا کوي چي په وروستیو ورځو کي ئې د یمن په جنوبي برخو کي پرمختګ کړی او د بابالمندب تنګي په ګډون ئې ځیني مهمي سیمي نیولي دي.
د دوی په وینا، د تعز مخا ښار او د لحج ځیني برخي هم د دوی تر کنټرول لاندي راغلي او د عدن پر لور د پرمختګ په حال کي دي.