د خارک جزیره(ټاپو) په اصل کي د نفتو زیرمه کولو او صادرولو یو لوی مرکز شمیرل کیږی.
دایران تقریبا ټول خام نفت له خارک څخه صادریږی، هر میاشت له ۵۰ میلیونو بوشکو ډیر له خارک څخه صادریږی، په امریکا کي د هر نوی اولسمشر په راتلو سره د خارک د تصرف کولو خبری را منځ ته کیږی.
خو ایران د ماینونو او مځکني ځواکونو په واسطه له دغه ټاپو ډیره شدید ساتنه کوی او د تصرف کولو له خطر سره سم ایران به خپله دغه مرکز له منځه وړی.
ځکه دا مرکز د ایران يواځینی عاید او ملا بلل کیږی او دښمن ایران ته د ګواښ کولو لپاره تری ګټه پورته کولای سی.
ایران د امریکا د احتمالي برید پر وړاندې د خارک ټاپو د دفاع لپاره چمتووالی نیسي.
د CNN د خبر له مخه ایران په فعال ډول ځان د امریکا د احتمالي برید لپاره چمتو کوي، چي پکي د مځکني برید په صورت کي د ټاپو د دفاع لپاره توغندۍ هم ځای پر ځای کوي.
خارک ټاپو یو طبعي راپورته سوی ټاپو دی چي تقریبا د منهاټن د اندازې یو پر درېمه برخه لري او د ایران د خلیج فارس له ساحلونو شاوخوا ۲۵ کیلومتره (۱۵ میله) فاصله لري.
تقریباً هره ورځ، میلیونونه بېلونه خام نفت د ایران د لویو میدانونو—لکه اهواز، مارون او گچساران—له لاري د پایپلاینونو څخه دې ټاپو ته لېږدول کېږي. د ټاپو سختو نظامي محدودیتونو له امله، په ایران کي دې ته «ممنوعه ټاپو» ویل کېږي.
د دې ټاپو اوږده غاړه چي ژورو اوبو ته غځېدلې، د لویو نفتو ټانکرونو د منلو توان لري، او خارک یې د نفتو د وېش لپاره حیاتي نقطه ګرځولې ده. شاوخوا ۹۰٪ د ایران خام نفت له دې ټاپو څخه صادریږي.
خارک ټاپو د ایران په اقتصاد کې له پخوا څخه مهم رول لري. د CIA د یوې سند له مخه په ۱۹۸۴ کال کي ویل سوی و چي د ټاپو تاسیسات د ایران د نفتو په نظام کي «تر ټولو حیاتي برخه» ګڼل کېږي، او د دې دوامداره فعالیت د هیواد د اقتصادي روغتیا لپاره ضروري دی.
یائیر لاپید، د اسراییلو د اپوزیسیون مشر، تازه ویلي چي که دغه پایه له منځه ولاړه سي، «د ایران اقتصاد به فلج او نظام به سقوط وکړي».