د خوست ولايت د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د خوست ولايت د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ولايت کي د وروستيو بارانونو او سېلابونو له امله دوې ښځي ټپياني سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۳۹ کورونه زيانمن سوي او ۳۰ جريبه زراعتي ځمکه هم سېلابونو وړې ده.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي وروستيو اورښتونو زياتو خلګو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.