د خوست ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د خوست ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي هغه کس ئې نيولی چي يوه هفته وړاندي ئې خپل ۲۲ کلنه مېرمن او د شپږو مياشتو لور ئې ويشتلې او وژلې وه.
د هغوی په خبره چي تر پېښي وروسته ياد کس تښتېدلی و، چي وروسته د ط.. البانو له خوا نيول سوی او اوس تر څېړنو لاندي دئ.
خبرپاڼه ليکي، چي نيول سوی کس زاهدالله نومېږي او اصلي د خوست ولايت د ټنيو د ولسوالۍ اوسېدونکی دئ.