د خوست څخه ځايي سرچینو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د خوست څخه ځايي سرچینو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولایت کي د بند د جوړولو پر مهال یو ډله‌ییز قبر موندل سوی دئ، چي په کښي د ښځو او ماشومانو جسدونه هم موجود دي.
د سرچینې په وينا د قربانیانو لاسونه تر شا تړل سوي وو او د هغوی پر هډوکو د ټکانو ښکاره نښي لیدل کېږي.
همداراز د دغه ډله ييز قبر څخه پیسې او نور اسعار هم موندل سوي دي.

سرچينه وايي چي د ځینو جسدونو لا هم د جامو پر سر د وینو نښي ښکاري.
سرچینې ادعا کوي چي ښايي دا کسان ژوندي کندي ته اچول سوي او بیا ويشتل سوي او وژل سوي دي.
تر اوسه د موندل سوو جسدونو کره شمېره او د پېښې دقیق جزئیات نه دي نشر سوي.

بايد وويل سي، چي ط..البانو هم په رسمي ډول د دغه قبر په اړه څه نه‌ دي ويلي.