د د عمان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی

د د عمان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي له ایران سره ئې د هرمز تنګي له لاري د کښتیو د خوندي تګ راتګ په اړه ګډه ناسته کړې ده.
د عمان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کي ویلي، چي دا غونډه د دواړو هيوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو په کچه، د کارپوهانو په حضور کي ترسره سوې ده. په دې ناسته کي د اوسنیو سیمه‌ییزو حالاتو په رڼا کي د هرمز تنګي له لاري د کښتیو د عادي تګ راتګ د تضمین له پاره بېلابېل انتخابونه ارزول سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دواړو لورو کارپوهانو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي، چي د څېړني او غور کولو له پاره وړاندي سوي دي.

دغه ناسته پر داسي مهال سوې، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که هرمز تنګی ژرخلاص نه سي ايران به د سخت غبرګون سره مخامخ سي.