د داخلي بې ځایه کېدو د څار نړۍوال مرکز په خپل تازه کلني راپور کي ویلي

د داخلي بې ځایه کېدو د څار نړۍوال مرکز په خپل تازه کلني راپور کي ویلي، چي افغانستان لا هم د کورنیو بې‌ځایه سوو له ستر بحران سره مخ دئ او تېر ۲۰۲۵ کال کي نژدې اووه میلیونه کسان د جګړو او طبیعي پېښو له امله له خپلو سیمو وتلو ته اړ سوي دي.
د راپور له مخي، له دې ډلي څه باندې ۴.۴ مېلیونه وګړي د جګړو او تاوتریخوالي له امله بې‌ځایه سوي، په داسي حال کي چي زلزلې، وچکالۍ او اقتصادي ستونزي هم د خلګو پر ژوند ژور اغېز کړی دئ.
راپور زیاتوي، چي په ۲۰۲۵ کال کي د نړۍ په کچه تر ۸۲ میلیونه ډېر کسان په خپلو هیوادونو کي دننه بې‌ځایه سوي وو او شخړي د دې بحران تر ټولو لوی لامل بلل سوی دئ.

د راپور پر بنسټ، د افغانستان ختیځ ولایتونه او مزارشریف د تېر کال د زلزلو له امله هم زیانمن سوي وو، چي زرګونه کسان ئې بې‌کوره کړي وو.