د روان ميلادي کال په اولو پنځو مياشتو کي ۱.۲ ميليونه افغانان پاکستان او ايران ته مهاجر سوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميسارۍ په خپل تازه راپور کي ويلي دي، کي د ۲۰۲۵ ميلادي کال د جنوري د لومړۍ نېټې څخه بيا د‌مي مياشتي تر وروستۍ نېټې پوري ۱.۲ميليونه افغانان په قانوني او يا غير قانوني توګه پاکستان او ايران ته کډوال سوي دي.
په دغه راپور کي راغلي، چي له دې شمېري څخه ۷۲۲ زره کسان پاکستان او ۴۵۰ زره کسان ایران ته تللي دي.
راپور زياتوي چي د ۲۰۲۴ کال په ورته موده کي شاوخوا ۹۰۰ زره افغانان دې دواړو هېوادونو ته کډوال شوي وو، چې له دې جملې څخه ۵۰۰ زره پاکستان او ۳۹۵ زره ایران ته تللي وو.
دې ادارې ادعا کړې، چي دغه افغان کډوال د امنيت د نشتوالي، د ښځو او نجونو پر زده‌کړو د بنديز، او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله افغانستان پرېښی دئ او پر دې هيوادونو ته تللي دي.