د ط..البانو تر کنټرول لاندي د روزګان ولايت مقام څخه په خپره سوې ويډيو کښي ويل سوي، چي د روزګان د ط..البانو والي عنايت الله شجاع د غزې د مسلمانانو سره ۷۲۰ ډالره مرسته کړې.
په ويډيو کښي ويل سوي، چي دغه پيسې ئې د غزې د خلګو د اختر د توکو د اخېستلو له پاره لېږلي دي.
د ط..البانو د روزګان والي دغه ۷۲۰ډالره پر داسي مهال غزې ته لېږلي، چي په روزګان ښار کښي د لوږي له امله ماشومان د سړک پر سر په يوه ګوله ډوډۍ پسي شپه تر سهار ګرځي.