د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف په خپلو څرګندونو کښي ويلي دي، چي افغانستان کښي داع.ش ورځ تر بلي مخ په ډېريدو دي. د هغه په خبره چي دغه وسلواله ډله په سوریه او افغانستان کښي د نفوذ درلودونکې ده.
هغه د پاکستان او نورو هيوادونو څخه د افغان کډوالو د راتګ ته په اشاره ويلي، چي وسلوالي ډلي د کډوالو څخه په استفاده د داع.ش په لېږد کښي مهم رول لري.
بلخوا بيا د ط..البانو د حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت بیا د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو د مشر څرګندوني بې اساسه بللي دي.
هغه ويلي دي، چي د ط..البانو په افغانستان کښي د داع.ش فعالیتونه خنثا کړي دي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو پخوا هم په افغانستان کښي د داع.ش شتون رد کړی و او ادعا ئې کړې وه، چي دا ډله يې ځپلې ده خو نړۍوالو استخباراتي ادارو بيا په تکرار سره په افغانستان کښي د داع.ش د پراخ نفوذ خبر ورکړی دئ.