د روسیې امنیتي ادارو خبر ورکړی، چي امریکا په مسکو کي د یوه احتمالي خونړي برید په اړه له دوی سره معلومات شریک کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، په مسکو کي د امریکا سفارت د دغه ښار په تساریتسینو تاریخي پارک او موزیم کي د برید د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دئ.
د دغه خبرداري له خپرېدو وروسته موزیم تړل سوی او پارک ته د خلګو پر تګ راتګ محدودیتونه لګېدلي دي. راپور زیاتوي، چي امریکايي چارواکي په دې اړه له روسي لوري سره په اړیکه کي دي.
امریکا تر دې مخکي هم په ۲۰۲۴ کال کي په مسکو کي د احتمالي برید خبرداری ورکړی و، چي څو ورځي وروسته د کروکس ښار پر کنسرتتالار وسلهوال برید وسو او تر ۱۴۰ ډېر کسان په کښی ووژل سول.