د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، ناټو باید د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د وارسا تړون په څېر منحل سوې وای، خو دې ائتلاف خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.
لاوروف ویلي، ناټو په افغانستان کي د خپل پوځي حضور د دوام له پاره د دغه هیواد وضعیت د دلیل په توګه استفاده کړ؛ خو په افغانستان کي ئې ماموریت په ناورین پای ته ورسېدئ.
هغه ويلي، چي ناټو بايد ډېر پخوا له منځه تللې وای.