د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی، چي د دغه هيواد پوځ د زرګونو سرتېرو په ګډون درې ورځني اټومي پوځي تمرینات پیل کړي دي. د ياد وزارت په وینا، دغه مانورونه به د مې میاشتي تر ۲۱مي دوام وکړي او موخه ئې د احتمالي بریدونو پر مهال د اټومي ځواکونو چمتووالی ارزول دي.
دا تمرینات په داسي وخت کي ترسره کېږي، چي د اوکراین له لوري پر روسیې د ډرون بریدونه زیات سوي دي.
بلخوا، روسیې او بېلاروس هم تېره ورځ ګډ اټومي تمرینات ترسره کړي وو. د بلاروس د دفاع وزارت ویلي، په دغو تمریناتو کي د اټومي وسلو د انتقال او کارولو له پاره د ځواکونو چمتووالی تمرین سوی دئ.