د روسیې دفاع وزارت ویلي، چي هوايي دفاع ځواکونو ئې د شنبې په ورځ د دغه هيواد په بېلابېلو سیمو کي ۳۳۹ اوکرایني بېپیلوټه الوتکي له منځه وړي دي.
د چارواکو په وینا، یادي الوتکي د ۱۳ ساعتونو په موده کي د روسیې پر بېلابېلو سیمو او د تور سمندر پر ځینو برخو کشف او ویشتل سوي دي.
د مسکو ښاروال هم خبر ورکړی، چي د پلازمیني شاوخوا د بېپیلوټه الوتکو د احتمالي بریدونو د مخنیوي له پاره دفاعي سیستمونه فعال سوي وو او یو شمېر الوتکي ئې نسکوري کړي دي.
بل لور ته، د امنیتي اندېښنو له امله د روسیې په ځینو هوايي ډګرونو کي الوتني لنډمهاله ځنډول سوي. دا په داسي حال کي ده، چي د روسیې او اوکراین ترمنځ د بېپیلوټه الوتکو متقابل بریدونه په وروستیو میاشتو کي زیات سوي دي.