د روغتيا نړۍوال سازمان اعلان کړی، چي په سوډان کي پر يوه روغتيايي مرکز باندي د بريد له امله ۱۵۳ کسان وژل سوي دي

د روغتيا نړۍوال سازمان اعلان کړی، چي په سوډان کي پر يوه روغتيايي مرکز باندي د بريد له امله ۱۵۳ کسان وژل سوي دي.
د ياد سازمان په وينا چي په دغه پېښه کي ۸۹ نور کسان چي روغتیايي کارکوونکي هم په کښي شامل دي ټپيان سوي دي.
د دغه سازمان په خبره چي په دغه پېښه کي د ياد روغتون د نسايي او ولادي، د ماشومانو او عاجله څانګه زيانمنه سوې ده، چي اوس په ياده سيمه کي روغتيايي خدمات درېدلي دي.