د روغتيا نړۍوال سازمان د دوشنبې په ورځ اعلان کړی، چي دغه سازمان افغانستان ته ۳۵ ټنه روغتيايي توکي لېږلي دي.
دغه سازمان وايي چي دغه مرستي ئې د متحده عربي اماراتو د خلګو او دولت په ملاتړ راټولي کړي وې او د ياد دولت په همکاري ئې افغانستان ته لېږلي دي.
د روغتيا نړۍوال سازمان زياتوي، چي دغه روغتيايي مرستي ئې د افغانستان په ختيځو ولايتونو کي د زلزلې ځپلو د ملاتړ او لاس نيوي په موخه کړي دي.