د روغتيا نړۍوال سازمان: په افغانستان کي د سينه بغل د ناروغۍ پېښي زياتي سوي دي

د روغتيا نړۍوال سازمان د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي په افغانستان کي د تېرکال په پرتله د سينه بغل ناروغۍ پېښي زياتي سوي دي.
دغه سازمان د اګسټ د مياشتي په راپور کي ويلي، چي افغانستان کي ۱۴۲ کسان د سينه بغل د ناروغۍ له امله مړه سوي دي.
همدارنګه د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی چي د ملاریا ناروغۍ پېښي هم د تېر کال پرتله زیاتي سوي دي.
دغه سازمان وايي په اګست میاشت کي د شري ناروغۍ له امله ۱۷ کسان مړه سوي دي.
بايد وويل سي چي د نړۍوال بشري مرستو د‌ کمښت له امله د افغانستان په روغتونو کي روغتيايي خدمات کم سوي او خلګ ئې د ستونزو سره مخ کړي دي.