د روغتيا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کي ويلي چي دا مهال په افغانستان کي ۱۳ زره کسان د ایډز په خطرناکه ناروغۍ باندي

د روغتيا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کي ويلي چي دا مهال په افغانستان کي ۱۳ زره کسان د ایډز په خطرناکه ناروغۍ باندي مبتلا دي.
د دغه سازمان د راپور له مخي، ډېری دغه ناروغان د نشه‌يي توکو د کارولو او ککړو ستنو له امله په دې وژونکي ناروغۍ اخته سوي دي.
سره له دې چي ایډز یوه خطرناکه او د مرګ سبب کېدونکې ناروغي ده، خو په افغانستان کي د عامه پوهاوي کچه ټیټه ده او ګڼ شمېر ناروغان د معاینې او درملني له اسانتیاوو بې برخي دي. روغتیاپالان وايي، د نشه‌يي توکو له پاره د ستنو ګډ کارول، او د اخلاقي پوهاوي نشتوالی په افغانستان کي د ایډز د خپرېدو اصلي عوامل دي.

بايد وويل سي، چي د ډيسمبر لومړۍ ورځ هر کال د ایډز نړۍوالي ورځي په توګه لمانځل کېږي. روغتیايي کارپوهان ټینګار کوي چي باید خلګو ته د ایډز د مخنیوي، درملني او پوهاوي په برخه کي کار وسي.