د روغتيا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کي ويلي، چي په افغانستان کي په روان ۲۰۲۶ ميلادي کال کي د ګوزڼ (پوليو) ۳۵ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
دغه سازمان وايي چي افغانستان د پوليو د مثبتو پېښو له امله په نړۍ کي تر ټولو اغېزمن هيواد دئ.
د روغتيا نړۍوال سازمان وايي چي په ۲۰۲۵ ميلادي کال ۲۵ د پوليو مثبتي پېښي ثبت سوي وې، چي د سږکال په پر تله کمي وې.
دغه سازمان د پوليو پر کمپاين او واکسين ټينګار کړی او د نړۍوالو شريکانو څخه ئې په ياده برخه کي د همکارۍ غوښتنه کړې.