د روغتیا نړۍوال سازمان وايي

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، د ایټالیا په مالي ملاتړ ئې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کي له ۶۸ زرو ډېرو کسانو ته لومړني روغتیايي خدمات وړاندي کړي دي.
د دغه سازمان په وینا، په دغو کسانو کي تر ۳۱ زرو ډېري ښځي، له ۲۰ زرو ډېر ماشومان او تر ۲۰ زرو ډېر له بهرنیو هیوادونو راستانه سوي افغان کډوال شامل دي.
ياد سازمان زیاتوي، د دغو مرستو له لاري خلګو ته د هغوی کورونو ته نژدې روغتیايي خدمتونه برابر سوي، چي په ځانګړي ډول د راستنو سوو کډوالو له پاره ئې روغتیايي اسانتیاوي زیاتي کړي دي.