د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کي د ګوزڼ شپږ نوي مثبتي پېښي ثبت سوي دي، چي ورسره د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسي د دې ناروغۍ د پېښو شمېر ۴۲ ته لوړ سوی دئ.
د دغه سازمان د تازه راپور له مخي، نوي پېښي په کندهار، ننګرهار او کابل ولایتونو کي ثبت سوي دي.
د ياد سازمان په وينا چي درې پېښي په کندهار ښار، دوې په ننګرهار کي او یوه په کابل کي ثبت سوې ده.
د یاد سازمان د راپور له مخي، په ۲۰۲۵ کال کي په افغانستان کي د ګوزڼ ۲۱ مثبتي پېښي ثبت سوي وې.