د رویټرز او ایپسوس تازه نظرپوښتنه ښيي، چي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ محبوبیت ۳۲ سلني ته راټیټ سوی، چي سپیني ماڼۍ ته د هغه له بېرته ستنېدو راهیسي تر ټولو ټیټه کچه ده.
د نظرپوښتني له مخي، د ټرمپ د حکومت له کړنو یوازي ۳۲ سلنه امریکایان راضي دي، په داسي حال کي چي یوازي ۳۱ سلنه خلګو له ایران سره د جګړې ملاتړ کړی دئ.
راپور زیاتوي، له ایران سره جګړه او د تېلو د بیو لوړېدو د امریکا د خلګو ورځني لګښتونه زیات کړي، چي دا وضعیت د ټرمپ پر محبوبیت هم اغېز کړی دئ.
دغه څلور ورځنۍ نظرپوښتنه د نومبر پر ۱۶مه بشپړه سوې ده.