د زابل د اومکۍ باوړۍ اوسېدونکو د وچکالۍ له امله خپل شنه باغونه کښلي

د زابل ولایت د اومکۍ باوړۍ سیمي اوسیدونکي د سختي وچکالۍ او اوبو د کمښت له امله له خپلو کورونو او کلو څخه کډوالۍ ته اړ سوي دي. دغه خلګ، چي کلونه ئې په خپلو لاسونو د شنو باغونو او زرغونو مځکو پالنه کړې، اوس د وچکالۍ له امله د خپلو حاصلخیزو باغونو د وچېدو او تباهۍ شاهدان دي.
د دغي سيمي اوسېدونکو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي پر ځمکو ئې ډېري برمي وهلي خو د‌ځمکي زيرمي وچي سوي او اوبه نه لري.
د‌ هغوی په خبره چي د میوو باغونه، چي یو وخت د دوی د ژوند سرچینه او د کورنۍ د خوښیو سمبول وو، اوس په وچو ونو بدل سوي، چي اوس یوازي د تېر وخت د خاطرو کیسه کوي.
دا خلک اوس د بې وزلۍ او مجبوریت له امله نورو سیمو ته د نامعلوم برخلیک په لټه کډه کوي.
د دغي سيمي اوسېدونکي د ط..البانو د دولت څخه غوښتنه کوي، چي په سيمه کي دي د اوبو زيرمي او چک ډيمونه جوړ کړي، ترڅو اوبه ذخيره سي او دغه سيمه کي وچکالي پاي ته ورسېږي.