د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چي د دوشنبې په ورځ سختي ژلۍ سوي، چي له امله ئې کښتونو او باغونو ته پراخ زیانونه رسېدلي دي.
ځايي خلګ زیاتوي، ژلۍ ناڅاپي وې او د يادي ولسوالۍ د کښتونو ډېره برخه ئې زیانمنه کړې ده.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي د وروستیو اورښتونو له امله په بېلابېلو سیمو کي خلګو ته مالي زیانونه اوښتي او کرنیز سکتور ئې اغېزمن کړی دئ.