د زده کړو د نړۍوالي ورځي په مناسبت يونسکو او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چي په افغانستان کي ۲.۲ میلیونه نجوني د منځنیو ښوونځیو له زده کړو محرومي دي.
د دغو بنسټونو په وینا، افغانستان د نړۍ یوازینی هیواد دئ چي ښځو او نجونو ته د منځنیو او لوړو زده کړو بشپړ لاسرسی نه سته. یونسکو او یونیسف دا وضعیت د زدهکړو په برخه کي د جدي بحران نښه بولي.
همدارنګه د دغو بنسټونو راپور ښيي چي ۹۳٪ ماشومان د لومړني ښوونځي د دورې تر پای ته رسېدو وروسته د لوست او لیک بنسټیز مهارتونه نه لري. دوی ټینګار کوي چيدغه وضعیت د هیواد د راتلونکي له پاره جدي ګواښ دئ او د ټولو ماشومانو له پاره د برابرو زدهکړو غوښتنه کوي.
د یونسکو او یونیسف په وینا، په افغانستان کي د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه نه یوازي د هغوی په ژوند اغېز کوي، بلکي ټولنه له اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو هم بېبرخي کوي، او د زدهکړو فرصتونو برابرول د هیواد د پرمختګ له پاره حیاتي ګڼل کېږي.