د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، افغانستان د نړۍ له هغو سیمو څخه دئ چي د بشري فعالیتونو له پاره له جدي مالي کمښت سره مخ دئ، په داسي حال کي چي نژدې نیمايي افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغي ادارې ویلي، له افغاني سرې میاشتي سره په ګډه له جګړو اغېزمنو خلګو ته د خوړو، پاکو اوبو، برېښنا او روغتیايي خدمتونو په برخو کي مرسته کوي.
د سره صلیب په وینا، په ۲۰۲۶ کال کي د خلګو بشري اړتیاوي د موجودو مالي مرستو په پرتله زیاتي سوي دي او که کافي او پر وخت بوديجه ونه رسېږي، په بېړنیو حالاتو کي د چټک غبرګون او مرستو دوام به له ستونزو سره مخ سي.