د سره صلیب نړۍوالي کمېټې اعلان کړی، چي د پاکستان د هوايي بریدونو له ټپیانو سره د مرستي له پاره ئې د پکتیا ولایتي روغتون

د سره صلیب نړۍوالي کمېټې اعلان کړی، چي د پاکستان د هوايي بریدونو له ټپیانو سره د مرستي له پاره ئې د پکتیا ولایتي روغتون، د څمکنیو ولسوالۍ روغتون او یو شمېر نورو روغتیايي مرکزونو ته بېړنۍ طبي مرستي استولي دي.
بلخوا ملګرو ملتونو ویلي چي د بریدونو له امله یو شمېر کورنۍ بې‌ځایه سوي دي او مرستندویه ادارې د هغوی اړتیاوې ارزوي او د بېړنیو بشري مرستو د برابرولو له پاره چمتووالی نیسي.