د سره صلیب نړۍوالي کمېټې خبر ورکړی

د سره صلیب نړۍوالي کمېټې خبر ورکړی، چي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو سرحدي نښتو او د لارو د اوږدې مودې د تړل کېدو له امله د نورستان په کامدېش او برګ‌مټال ولسوالیو کي زرګونه کورنۍ له جدي بشري ستونزو سره مخ سوي دي.
د دې ادارې د راپور له مخي، شاوخوا ۱۳۶ زره اوسېدونکي د خوراکي توکو له کمښت او لومړنیو خدماتو ته د نه لاسرسي له امله له سخت وضعیت سره مخ وې.
سور صلیب وایي، د ۱۷ زره زیانمنو کورنیو د ملاتړ له پاره ئې بېړني بشري اقدامات پيل کړي او له ښکېلو لورو سره ئې د مرستندویه کاروانونو د خوندي تګ راتګ له پاره خبري هم کړې دي.