د سرپل څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي يو پخوانی نظامي په مرموز ډول وژل سوی.
د سرچينې په خبره چي دغه پخوانی نظامي عبدالبشير نومېږي او ۲۸ کلن و.
د سرچينې په وينا چي هغه ۲۵ ورځي وړاندي نادرکه سوی و، چي وروسته ئې په يوه څاه کي جسد موندل سوی.
سرچينه زياتوي، چي د دغه نظامي پر وجود د شکنجې او وهلو ټپونو هم ليدل سوي.