د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف اعلان کړی

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف اعلان کړی، چي د یمن په څو ولایتونو کي ئې د حوثي وسله‌والو پر ضد پراخ پوځي عملیات ترسره کړي او لسګونه پوځي اهداف ئې له منځه وړي دي.
د العربیه خبري شبکې د راپور له مخي د ياد ایتلاف ځواکونو د صنعا، حدیده، عمران او صعده په ولایتونو کي ۶۰ پوځي اهداف په نښه کړي دي.
د دغه ایتلاف په وینا، دغه عملیات د حوثي وسله‌والو د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو په موخه ترسره سوي دي.

تر اوسه حوثي وسله‌والو د سعودي ایتلاف د دغو بریدونو په اړه غبرګون نه دئ ښودلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *