د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کي د یوې فرنیچر جوړولو په کارخانه کي د اورلګېدني له امله ۱۶ بنګلهدېشي کارکوونکو ژوند د لاسه ورکړی دئ.
دغه اورلګېدنه د ریاض په موسا صنیعه صنعتي سیمه کي رامنځته سوې ده.
د پېښي له رامنځته کېدو وروسته د بنګلهدېش سفارت د سعودي عربستان اړوندو ادارو په همکارۍ د وژل سوو کارکوونکو د جسدونو د بېرته لېږدولو له پاره اقدامات پیل کړي دي.