د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، کوېټ او بحرین چارواکي د ایران د جګړې د پای ته رسولو له پاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ډیپلوماټیکو هڅو ناهیلي سوي دي.
واشنګټن پوسټ د عربي او لوېدیځو چارواکو په حواله راپور ورکړی، چي د خلیجي هیوادونو اندېښنه دا ده چي د ایران او د هغه د متحدو ډلو توغندیز او بېپیلوټه بریدونه لا هم دوام لري او د جګړې د پای ته رسولو هڅي له جدي خنډونو سره مخ دي.
د راپور له مخي، دغه هیوادونه اندېښمن دي چي واشنګټن ښايي له ایران سره د یوې دایمي هوکړي له پاره اړینه اغېزمنه ډیپلوماسي پر مخ نه سي وړای.
دغه هیوادونو له امریکا سره نژدې امنیتي اړیکي لري، خو د جګړې اوږدېدل او د ډیپلوماټیکو هڅو کمزوري کېدل ئې د واشنګټن پر سیاستونو اندېښنې زیاتي کړي دي.