د سمنګان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د سمنګان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په مرکز ايبک ښار کي د يوې ترافيکي پېښي له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ترافيکي پېښي کي څلور کسان وژل سوي او پنځه کسان نورټپيان سوي دي، چي ټپيان د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي.
دغه ترافيکي پېښه تېره شپه د دوو کرولا ډوله موترانو د ټکر له امله رامنځ ته سوې ده. د خبرپاڼي په حواله چي ياده ترافيکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.

بايد وويل سي، چي تېره ورځ په بدخشان او غزني ولايتونو کي هم د دوو ترافیکي پېښو پر مهال ۱۴ کسان وژل سوي او درې نور ټپيان سوي وو.