د سور صليب او سرې مياشتي د ټولني نړۍوال فدراسیون وايي، چي د افغانستان په ختيځ زون کي د وروستيو زلزلو له امله ۸۴ زره کسان زيانمن سوي او همدارنګه شاوخوا اته زره کورونه ويجاړ سوي دي.
د هغوی په خبره چي دغه کسان په مستقيم او غير مستقيم ډول د يادي زلزلې څخه اغېزمن سوي دي.
هغوی دغه راز زياته کړې، چي اوس په زلزله ځپلو سيمو کي خلګ سرپناه، خوړو، د څېښلو پاکو اوبو، درملو او دې ته ورته نورو اړينو خدماتو ته اړتيا لري، چي بايد ورته برابر سي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو هم د نړۍوالو بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چي په ختیځ زون په خاص ډول په کنړ کي زلزله ځپلو کسانو سره مرسته وکړي.