د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویاندي ملاني ګوګلمن ویلي

د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویاندي ملاني ګوګلمن ویلي، هیواد ئې د امریکا او ایران ترمنځ د شخړي د حل له پاره د مذاکراتو کوربتوب ته چمتو دئ.
هغې د پنج شنبې په ورځ د روسیې تاس خبري اژانس ته ویلي، سویس تل چمتو دئ، چي د سولي او ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ وکړي او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له ټولو ښکېلو خواوو سره په اړیکه کي دئ.
د راپورونو له مخي، واشنګټن او تهران د وسله‌والي شخړي د پای ته رسولو له پاره د یوه لنډ تفاهم‌لیک لاسلیک ته نژدې سوي او ممکن د خبرو راتلونکی پړاو په اسلام‌اباد یا جنیوا کي ترسره سي.

تر دې وړاندي هم د امریکا او ایران استازو د عمان په منځګړیتوب په جنیوا کي لیدني کړي وې.