د سپین غر پړانګانو دوهمه بریا خپله کړه

د لسم پړاو شپږیزه کرکټ-ليګ په ۱۶ مه لوبه کي د سپین غر پړانګان او مس عینک اتلان لوبغالي ته سره کښته سول ، چي د سپین غر پړانګانو لوبه وګټل .
په لومړۍ پاڼۍ کي د سپین غر پړانګانو توپوهنه وکړه او د رحمت شاه زرمتي د۴۹ او د راشد خان د ۲۳ منډو پرمټ یې د مس عینک اتلانو ته د ۱۹۲ منډو هدف وټاکئ .
د مس عینک اتلانو بیا د ټولو توپونو په لوبولو سره بیا هم یاد هدف پوره نکړی او د ۵۰ منډو په توپیر یې ماته وخوړه