د سې شنبې په ورځ د افغانستان په ۱۵ ولايتونو کي د تېز باران او سېلابونو اټکل سوی

د ط..البانو تر واک لاندي د ترانسپورټ او هوانوردۍ د وزارت د هوا پېژندني ادارې څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي، چي د سې شنبې په ورځ د افغانستان په ۱۵ ولايتونو کي د تېزباران او سېلابونو د راوتلو اټکل سوی.
د هوا پېژندني ادارې په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دا احتمال سبا د بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپيسا، پنجشیر، پروان، کابل، لوګر، میدان وردګ، غزني، خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کي سوی.
دغه راز په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کي له ۱۰ څخه تر ۳۰ میلي مترو پوري اټکل سوي ده.
همداراز، د طالبانو هوا پېژندنې ریاست د هېواد په جنوبي، جنوب ختیځ، لوېدیځ او مرکزي سیمو کې د تیزو بادونو خبرداری هم ورکړی دی.
د دغو بادونو چټکتیا په بېلابېلو سیمو کي له ۵۰ څخه تر ۹۵ کیلومتره په ساعت کې اټکل سوې ده.