د شهیدانو او معلولینو کورنۍ وايي، چي د تيرو څومياشتو راهيسي ط..البانو ئې حق نه دئ ورکړی

په افغانستان کښي د شهيدانو او معلولينو کورنيو شکايت کوي، چي د تېرو څو مياشتو راهيسې د ط..البانو له لوري د دوی معاشونه نه دي ورکول سوي.
دغه کورنۍ وايي، د معاشونو د بندېدو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او آن د کور د ورځنيو اړتياوو له پاره د خوراکي توکو برابرولو توان هم نه لري.
د يوه شهيد سوي د کورنۍ غړي، چي نه غواړي نوم ئې څرګند سي څراغ تلوېزيون ته داسي وويل: «موږ په کور کښي د خوراک له پاره ډوډۍ هم نه لرو او ژوند مو له کړاوونو سره دئ، د بل د کرايې په کور کښي ژوند کو د هغه کرايه هم پاته ده، کور کي ناروغان لرو د هغوی د تداوۍ له پاره پيسې هم نلرو.» دوی له اړوندو چارواکو غوښتي چي د دوی معاشونو ورکړي ته جدي پاملرنه وکړي ترڅو دغه اقتصادي ستونزې ئې کمي سي.
بلخوا بيا د ط..البانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ويلي، چي د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته به د روان لمریز کال د اولو درو میاشتو د معاشونو د ورکړي بهیر په راتلونکو ورځو کښي پیل سي.
د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت ویاند، فیصل خاموش وايي: ((د شهیدانو او معلولینو وزارت به په راتلونکو ورځو کښي د حمل، ثور او جوزا میاشتو نقدي معاشونو د ورکړې بهیر معلولینو، کونډو او د شهیدانو کورنیو ته، په ټولو ولایتونو د مرکز کابل په ګډون پيل سي.))