د ط‌‌..البان تر واک لاندي د ستري محکمې څخه د چهارشنبې په ورځ په دوو جلا جلا نشر سوو خبرپاڼو کي ويل سوي

د ط‌‌..البان تر واک لاندي د ستري محکمې څخه د چهارشنبې په ورځ په دوو جلا جلا نشر سوو خبرپاڼو کي ويل سوي، چي په بلخ او جوزجان ولايتونو کي ئې د دوو ښځو په ګډون څلور تنه د نامشروع اړيکو او نشه يي توکو قاچاق په تور په عام محضر کي په دورو وهلي.
د يادي محکمې په لومړۍ خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په بلخ ولایت کي ئې دوې ښځي او يو نارينه د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي د ۱۵ څخه تر ۳۹ پوري په دورو وهلي او د يوه کال څخه تر درو کلنو پوري ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې ده.
دغه راز په همدې ورځ د يادي محکمې څخه په يوه جلا خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په بلخ ولايت کي ئې يو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۳۹ دورې وهلی او د تنفيذي بند سزا ئې هم ورکړې ده.