د ط..البانو او پاکستان ترمنځ اختلافات اوج ته رسېدلي، د پاکستان جيټ الوتکو تېره شپه په کندهار، کابل او پکتيکا کي بمبارۍ کړي.
دغه راز پر ډيورنډ فرضي کرښي په څو ولايتونو کي د ط..البانو او پاکستاني مليشو ترمنځ جګړه سوې ده.
د يادي جګړې سره سم د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ويلي چي د پاکستان د صبر کاسه ډکه سوې ده او په خبره ئې چي ط..البانو ته به د خپلو کړنو پرېکنده جواب ورکړي.
خواجه آصف ويلي، چي د ط..البانو سره ئې په ښکاره ډول د جګړې اعلان کړی او د پاکستان د ملي حاکميت د نقض حساب به د ط..البانو سره وکړي.
هغه ويلي، چي د افغانستان څخه د ناټو تر وتلو وروسته ئې هيله درلودل، چي په افغانستان کي به د ط..البانو د بيا حاکميت سره سوله قايمه سي؛ خو هغوی د سيمي امنيت ګډوډ کړ.
هغه ويلي چي د افغان ط.. البانو په مقابل کي بشپړي جګړې ته تيار دئ.