د ط..البانو تر ادارې لاندي د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې اترا کابل کي د نوو کورونو له پاره د نوري فايبر

د ط..البانو تر ادارې لاندي د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې اترا کابل کي د نوو کورونو له پاره د نوري فايبر انټرنټ د نښلولو بهیر درولی دئ.
هغه مکتوب چي د اترا ادارې څخه رسنيو تر لاسه کړی په کښي ويل سوي، چي مخابراتي شرکتونه دي تر بلي خبرتیا پوري د کورونو له پاره نوي فایبر نوري لینونه نه فعالوي.
سرچینې وایي، د ط..البانو د مخابراتو نوی وزیر ملا عبدالاحد فضلي هڅه کوي پر انټرنټ لا زیات محدودیتونه ولګوي او ټاکل سوې ده له مخابراتي شرکتونو سره هم په دې اړه خبري وکړي.

خو د ط..البانو د مخابراتو وزارت د رسنیو له لاري دغه راپورونه رد کړي دي.