د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون د سې‌شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي

د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون د سې‌شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د دوشنبې په ورځ د ايران او پاکستان څخه ۵۸۰ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۳۱۶۳ تنه کېږي افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۴۲۹ د افغان کډوالو کورنۍ د‌کندهار د سپين بولدک د لاري، ۸۵ کورنۍ د تورخم دلاري او ۱۵ کورنۍ د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي چي په‌ همدې ورځ ۲۴ کورنۍ د اسلام کلا او ۲۷ کورنۍ د وريښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.

بايد وويل سي، چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي او افغانستان ته راغلي دي.