د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي

د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي تېره ورځ د ایران او پاکستان څخه ۱۱۷۴ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۶۰۵۹ تنه کېږي د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
د‌ يادي ادارې په وينا چي ۵۹۱ د افغان کډوالو کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري، ۲۴۵ کورنۍ د تورخم د‌ لاري او ۲۴۴ د افغان کډوالو کورنۍ د بهرامچې د‌لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه افغان کډوال د‌ پاکستان دولت په زور او جبر د پاکستان د خاوري څخه شړلي او افغانستان ته راغلي.

دغه راز په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په همدې ورځ ۲۷ د افغان کډوالو کورنۍ د اسلام کلا د لاري او ۶۷ کورنۍ د وريیښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.